د امریکا په تکزاس کی په نښتو کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د امريکا په تکزاس ايالت کې د دوه سيالو ډلو ترمنځ په نښته کي ۹ کسان وژل شوي دي

دا نښته په يوه پلورنځي کي د دوه ډلو ترمنځ رامنځ ته شوې ده، چي له امله يي شپارس کسان ټپيان شوي هم دي

د تکزاس ایالت پولیس وایي: نښته لومړی د ویکو ښار د یوه پلورنځي په شراب خونه کې په لفظي شخړو سره رامنځ ته شوه، خو وروسته بیا ددې پلورنځي په پارکینک دې کسانو له زنځیرونو، چړو او تفنګچو څخه کار واخیست. دوی ویلي په دې نښته کې ۹ کسان وژل شوي او شپاړس نور ټپیان دي.

په ویکو ښار کې د پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته وویل: پولیس د نښتې پای ته رسولو په موخه له وسلې کار اخستنې ته اړ شول. دوی ویلي نښته د خطرناکه ډلو ترمنځ رامنځ ته شوې او دا ډلې په خپلو کې دښمني لري. پولیسو زیاته کړې چې له دوی څخه ځینې کسان یي نیول شوي او له دوی څخه یي د تفنګچو په ګډون یو شمیر سړه وسله هم تر لاسه کړې ده. پولیسو مخکې له دې د شرابو پلونځي څښتن ته د نښتو په هکله خبرداری ورکړی وو

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *