د هلمند دناوې ولسوال حاجي مناف خان نن غرمه مهال دغزني اړوند په مقر ولسوالۍ کي د یوه کمین په ترڅ کي وژل سوی دی .

د غزني امنیتي چارواکو ویلي چي پیښه غرمه رامنځ ته سوي .

د هلمند دامنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال باچا ګل بختیار هم پیښه تایید کړې ده او رسنیو ته يې ویلي دي چي ولسوال د غزني نه بلکي د زابل په شاه جوی او دغزني دمقر ترمنځ سیمه کي وژل سوی دی .

وسلوالو طالبانو تر اوسه پوري دیاد ولسوال دوژل کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .

ویل کیږي چي څو ورځي کیږي هلمند ته د تیارو پراوزونه کنسلیدل او ولسوال هم شاید له همدې وجې دموټر سفر کړی وي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *