د خوست چارواکي وايي، چې د دې ولايت په يعقوبيواو صبريو ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.

د دې ولايت يوې دولتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، ویلي، چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکه نن مازديګر ۴ بجې د يادې ولسوالۍ د عُقبۍ په غرنۍ سيمه کې رالوېدلې ده.

سرچينې زياته کړه چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله له غره سره جنګېدلې، چې په پايله کې يې اور اخيستی او په بشپړ ډول سوځېدلې ده.

د سيمې يو تن اوسېدونکي ناصرګل پژواک اژانس ته وويل، چې ياده الوتکه يې په خپلو سترګو ليدلې ده .

هغه زياته کړه، چې د پېښې په ځای کې وسله وال کسان نه دي ليدل شوي او نه يې هم تر پېښې مخکې د کومې وسلې د ډز غږ اوريدلی دی.

بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو د يادې غورځېدلې بې پيلوټه الوتکې په اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *