د پاکستان ۲۰۰ دیني عالمانو ځانمرګي بریدونه حرام بللي

په پاکستان کې دوو سوو علماوو فتوا ورکړې چې ځانمرګي بريدونه حرام او ناروا دي.

دغه فتوا د پاکستان په لاهور ښار کې پرون دوه سوه علماوو تر يوې غونډې وروسته ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې، د يادو علماوو په استازيتوب مولانا ضياء الحق نقشبندي د دې فتوا يوه کاپي د رسنيو په واک کې ورکړې ده.

په دې فتوا کې راغلي چې د داعش ډله، تحريک طالبان، القاعده، بوکو حرام او نورو وسله والو ډلو فعاليتونه يې ګمراه کوونکي بلل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې يادې ډلې په غير اسلامي لارو چارو فعاليت کوي، د هغوى نظريه غلطه ده؛ ځکه چې د دوى بنسټ پر جهالت او کمو معلوماتو اېښودل شوى دى.

په فتوا کې راغلي: ((يادې ډلې له هغو حالاتو او شرايطو ناخبره دي، د کوم له کبله چې بايد د جهاد اعلان وکړى شي، بله دا چې دوى په مذهبي وژنو او شخړو کې ککړ پاتې شوي او په ځمکه کې يې فساد خپور کړى دى.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په اسلام کې د مذهب له مخې د چا وژلو ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

په فتوا کې راغلي، د اسلامي حکومتونو دا دنده ده چې دغه ډول باغي ډلې له منځه يوسي.

يادو علماوو په خپله فتوا کې ويلي چې يادې وسله والې ډلې د ګوزڼ يا پوليو د واکسين په مخالفت کولو سره عام خلک ګمراه کړي او د روغتيايي کارکوونکو پر وژلو د لوى جرم مرتکب شوي دي.

د سرچينې په وينا، يادې ډلې د غير مسلمو پر عبادت ځايونو بريدونه کوي چې دا تر ټولو بده ګناه ده؛ ځکه چې د غير مسلمو ساتنه د اسلامي حکومتونو دنده ده.

د يادو علماوو په استازيتوب مولانا نقشنبدي ويلي چې د علماوو دغه کنفرانس پرېکړه کړې چې راتلونکې جمعه به د سولې او مينې د ورځې په توګه لمانځي او ملا امامان به د پاکستان په څلور سوه زره جوماتونو کې د خپلو خطبو پر مهال د ناروا قتلونو خلاف خبرې کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *