په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شمیر ۳۰۰۰ ته رسیږي

جنرال نور الحق علومي وویل وایي چې اکثره دا بهرني جنګیالي په ژمي کې په شمالي ولایتونو کې دیره وو،جنرال نور الحق علومي وویل وایي چې اکثره دا بهرني جنګیالي په ژمي کې په شمالي ولایتونو کې دیره وو،

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي وايي، د هغو بهرنیو جنګیالیو شمېر چې افغانستان ته ورغلي، له درېیو زرو یې شمېر لوړ ندی.

جنرال نورالحق علومي وویل دغه بهرني جنګیالي، ازبک، چینچن او تاجک دي، او غواړي، چې په افغانستان کې ځان ته خوندي ځای جوړ کړي او په ويناء یې د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ لاره پرانیزي.

جنرال نور الحق علومي وویل ‪”دا بهرني جنګیالي له مخکې په ژمي کې په شمال کې وو، دوی غواړي چې د ځان د بقاء لپاره وحشت او دهشت وکړي.‪”

د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي، چې تېره اوونۍ چین ته تللی وو، دا ډول نن په کابل کې خبریالانو ته د چینايي چارواکو سره د خبرو اترو په تړاوو وویل چې له چین سره یې د پولې په اوږدو کې د ترهګرۍ په ضد د جګړې لپاره تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي او ددغو تفاهم لیکونو په اساس به د ګډې پولې په اوږدو کې همکاري زیاتوي.

جنرال علومي وايي، له چینايي چارواکو سره یې د پولې د کنټرول په خاطر خبرې کړي او هغوی ورسره هوکړه کړې، چې د پولې د کنټرول لپاره به همکاري ورسره کوي.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې د ترهګرۍ ګواښونه نه یوازې افغانستان ګواښي، بلکې ټوله سیمه ترې متضرره ده او ددې لپاره د افغانستان د ټولو ګاونډیانو په تېره بیا د چین مرستې اړینه ده.

که څه هم جنرال علومي مشخصا دې ته ځواب ور نه کړ، چې چین به څه ډول له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان دولت مرسته کوي، خو وې ویل چې چین به افغانستان ته تخنیکي او تحصیلي اسانتیاووې برابرې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *