په کابل کې خانمرګي برید ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل هوايي ډگر ته څيرمه په ځانمرگي بريد کي دوه کسان وژل شوي او اتلس نور ټپيان دي

پيښه د موتر بم په وسيله چي موخه يي د بهرنيانو کتار وو رامنځ ته شوې، ددې پيښې په قربانيانو کي ښځې او ماشومان هم تر سترگو کيږي

دا ځانمرګی برید د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته نږدې، د کابل ښار نهمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې. خانمرګي بریدګر د بهرنیانو کتار په نښته کړی او ویل کیږي چې په دې برید کې یو بهرنی سرتیری وژل شوی دی او څلور نور یي ټپیان شوي دي، خو بهرنیو ځواکونو تر اوسه ددې برید په هکله څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، په دې پیښه کې دوه میرمنې وژل شوي، د اتو نورو میرمنو او دریو ماشومانو په ګډون اتلس کسان ټپیان دي. خو عیني شاهدانو چې د مرګ ژوبلې شمیره له اعلان شوې شمیرې ډيره لوړه ده او لږ تر لږه په دې پیښه کې درې ک سان وژل شوي دي

پیښه د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې رامنځ ته شوې او ودانیو ته هم پکې زیان اوښتی دی. تر اوسه ددې پیښې پړه چا او نه هم کومې ډلې پر غاړه اخستې. دا په داسې حال کې ده چې تیره ورخ ناوخته د کابل پوهنتون کې هم یوه چاودنه شوې چې له امله یي دوه استادان ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *