د بښنې نړيوال سازمان د محمد مرسي اعدام حکم غير عادلانه ښودلی او غندلی يې دی

د ترکيې ولسمشر هم پر دي حکم نيوکه او لويديځ هيوادونه يي په ريا کاری تورن کړي، ويلي يي دي د مصري محکمي د حکم پر وړاندي يي پټه خوله غوره کړې ده

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي، چې په دوه زره یولسم کال کې پر یوې بندخونې په برید او زرګونه بندیانو ته د تیښتې د لارې په هوارولو تورن دی، تیره ورځ د یوې محکمې له لوري په اعدام محکوم شو. که څه هم دا محکمه وروستی نه ده خو ډیری غبرګونونه یی را پارولي دي. د بښنې نړیوال سازمان د محکمې دا حکم نمایشنی او له عدالت غوښتنې څخه سر غړونه ښودلې، ویلي یي دي، محمد مرسي باید خوشي او یا دوی ته د مدنې محکمې لاره هواره شي.

د اخوان المسلیمین غورځنګ یوه غړي ویلي: د مرسي پر وړاندې د اعدام حکم په مصر کې د آزادی او انقلاب پر وړاندې حکم شمیرل کیږي. دوی له نړیوالو وغوښتل ترڅو په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي، دوی له مصریانو هم غوښتي تر څو خپله او د خپلو ماشومانو راتلونکې وژغوري. ده ویلي: ” دا حکم په اصل کې د مصر د انقلاب پر وړاندې حکم دی او د انقلاب ضد ځواکونه غواړي ترڅو ټول انقلابیون په مرګ محکوم کړي. اوس دا مصریان دي چې باید له سوله ایزو لارو په کار اخستنې سره د خپل هیواد او خپلو ماشومانو راتلونکې وټاکي. “

همدارنګه د ترکیې ولسمشر(رجب طیب اردغان) د مرسي پر وړاندې د محکمې پر دې حکم نیوکه کړې، دوی لویدیځ هیوادونه تورن کړي ویلي یي ډي، لودییځه نړۍ د محمد مرسي د اعدام پر وړاندې پټه خوله غوره کړې ده. له مصره د یوه بل را رسیدلي خبر له مخې، ددې هیواد په عریش ښار کې دوه قاضیان او یو څارنوال د وسله والو په برید کې وژل شوي او یو بل څارنوال ټپي دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *