د ناوې ولسوالی د وسله والو له ګواښ سره مخ ده
د ناوې ولسوالی د وسله والو له ګواښ سره مخ ده
د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکو په وینا له هغه وروسته چې امنیتي ځواکونو دغه ولسوالۍ د وسلوالو مخالفینو له منګلو څخه ازاده کړه دوی وایي : چې وسلوال مخالفین د دې سربیره چې دغې ولسوالۍ ته بیرته راګرځیدلي دي د دې ولسوالې اوسیدونکي هم تر مرګه ګواښ ورکړي دی او په زورونې یی لاس پورې کړی دی.
د غزني ولایت سرپرست والی مرستیال محمد علي احمدي د اوسیدونکو څرګندونې مني خو وایي چې د ناوې ولسوالۍ امنیت تامنیولو لپاره کړنلاره یې د ملي امنیت شورا ته وړاندې کړې ده او ټاکل شوې ده چې دغه شورا به په اړه پریکړه وکړي ښاغلی احمدي په ناوه ولسوالۍ کې امنیت تامنیو همتي بولی د غزني سرپرست والي مرستیال ټینګار کوي چې د ناوې ولسوالی د قندهار او کابل لوی لارې امنیت په برخه کې مهمه ولسوالۍ شمیرل کیږي
د ناوې ولسوالۍ د غزني ولایت مرکز ته په یو سلو شپتو کلیومټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده او کالونه د وسلوالو مخالفینو په واک وه دغه ولسوالۍ په د وروسیتو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو په لړ کې د وسوالو مخالفینو له منګلو څخه ازاده شوله د ناوې ولسوالۍ د زبل او پکتیکا ولایتونو او همدارنګه د پاکستان هیواد سره ګډه پوله لري.