په تخار کې د ايډز ۱۸ مثبتې پیښې ثبت شوي

د افغانستان تخار ولایت د عامې روغتيا ریاست وايي، چې تر اوسه پورې دوی توانېدلي، چې په دغه ولایت کې ۱۸ د ايډز مثبتې پېښې ثبت کړي.

دوی وايي، چې سږکال يې يواځې دوې پېښې ثبت کړي دي.

د تخار ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر حفيظ الله صافي وايي، چې تر اوسه يې په تخار ولایت کې ټولټال ۲۰ پېښې ثبت کړي او دغه ویروس د پراخېدو په حال کې ده.

ځکه د نوموړي په وينا د ايډز وژونکی ناروغۍ يوه ساري ناروغۍ ده او کېدای شي، چې د يو انسان څخه بل انسان ته ډېر ژر و لېږدول شي.

هغه په ايډز اخته ناروغانو څخه هيله کوي، چې بل انسان ته د دغې ناروغۍ په برخه کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

دا لا نه ده معلومه، چې په تخار ولایت کې په دغې ناروغۍ اخته کسانو څومره نارينه او څومره يې ښځينه دي، خو د تخار د عامې روغتيا ریاست وايي، چې يواځې د افغانستان په يو ولایت کې په دغه شمېره ایډز اخته کسان د اندېښنې وړ خبره ده.

ډاکټر صافي وايي، چې دغه ناروغۍ د جنسي اړيکو، په سلماني کې د يو پل نه د څو کسانو ګټې اخیستنې او سرنج په وسیله د یو انسان څخه بل انسان ته لېږدول کيږي.

خو د نوموړي په وينا، د دوی مامورين د ايډز د خپرېدو د مخينوي په موخه هره ورځ، د ښاغونو ډاکټران، سلماني او نور ځايونه په منظمه توګه څاري.

اخوا بیا د عامې روغتيا د کف سازمان د پروژې مشر احمد ولي راسخ دغه شمېره ډېره د اندېښنې وړ نه بولي او وايي، په ولسواليو کې ټول شته واړه روغتونونه د دغې ناروغۍ د تشخیص وړتيا لري.

ایډز يوه وژونکي ناروغي ده، چې د (ایچ، آې، وي) ويروس له لارې بدن ته داخليږي او د دغه ناروغۍ په واردېدلو سره د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کيږي او ناروغ د هر مرض پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي.

د شپې له خوا خوله کول، د زړه بد والی، د وزن کمښت، اسهال، وچ ټوخی، د عضلاتو درد، تبه، د ستوني درد او نور د دغه ناروغۍ له نښو څخه ګڼل کيږي.

د ایچ، آې، وي ویروس کله، چې بدن ته داخل شي، نو د بدن دفاعي برخو کې ويشل کيږي او زياتره ناروغان له اخته کېدو څخه یوه میاشت وروسته ریزش کوي.

د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۱۳م زېږدیز کال شاوخوا ۵ زره کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي وو، چې د دغې شمېرې څخه له يواځې ۳۰ سلنه يې ازمایښت شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *