د مشرانو جرگې غړي پر حکومت نيوکه کوي، خو ريس يي بيا د حکومت د ويجاړلولو په موخه له چلوټو خبر ورکوي

مسلميار ويلي، مشرانو جرگي په پغمان ولسوالی کي د شپي پاڼو خپرولو په هکله يو څيړنيز پلاوی ټاکلی دی

د ملي شورا دواړو جرګو غړیو په تیره یوه میاشت کې تل ویلي: یو شمیر حکومتي چارواکي له وسله والو مخالفینو سره لاس لري. نن هم سناتورانو وویل، حکومت په هیواد کې د امینتي حالت د ښه کولو په هڅه کې نه دی.

مشرانو جرګې په هیواد کې د ناامنیو د ډيرښت اصلي یو بل لامل هم په ډاګه کړ. دوی ویلي: بهرني او هغه هیوادونه چې له افغانستان سره یي تړونونه لاسلیک کړي په ولایاتو کې ناامنیو ته لمن وهي.

خو د مشرانو جرګې ریس په دفاع سره وویل: امنیت د هیواد په ډیریو برخو کې ښه نه دی او استازي باید د حکومت سره همکاري وکړي. دوی ویلي، د ملي یوالي حکومت پر وړاندې چلوټې شتون لري او باید د خلکو استازي په خپلو نیوکو سره امنیتي بنسټونه کمزوري نکړي.

له دې سره د مشرانوجرګې ریس په پغمان ولسوالی کې د شپې پاڼو په هکله د مالوماتو تر لاسه کولو لپاره یو څیړنیز پلاوی ټاکلی دی. دوی ویلي: دا کمیټه به دا په ډاګه کړي چې په پغمان ولسوالې کې دا شپې پاڼې د چا له لوري ویشل کیږي. په دې شپې پاڼو کې د جوماتونو له امامانو غوښتل شوي ترڅو د امینتي سرتیرو په جنازه کې ګډون ونکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *