د داعش جنګیالي اروپا ته قاچاق کیږي
په روان کال کې تر اوسه د اټکل له مخې، له ۱۸۰۰ ډېر کسان اروپا ته په هغو بیړیو کې د رسیدو په هیله وژل شوي، چې د مسافرو د تګ لپاره وړ نه وې.
یوه لیبیايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، د “اسلامي دولت (داعش) ځینې جنګیالي د قاچاچ وړونکو ډلو له خوا د مدیترانې اوبو کې اروپا ته لېږدول کېږي.
د لیبیا حکومت یوه سلاکار عبدالباسط هارون وايي، قاچاق وړونکي د داعش جنګیالي د کډوالو په بېړیو کې اروپا ته استوي.
نوموړي دا څرګندونې د کډوالو لېږدوونکو بېړیو له ځینو سمبالوونکو سره د خبرو پربنسټ کړې دي، چې وايي د افریقا شمالي سیمې د وسله والو سخت دریځو په لاس کې دي.
ښاغلی هارون ادعا کوي، چې داعش دغو قاچاق وړونکو ته د نیمو عوایدو د اجازې ورکولو په مقابل کې دا کار کوي.
دغه لیبیايي چارواکي په خبرو کې ویلي داعش “له دغو بېړیو د خپلو جنګیالیو د لېږدولو لپاره ګټه اخلي، ځکه چې په اروپا کې پولیس نه پوهېږي چې په کډوالو کې څوک يې له داعش سره هم تړاو لري او کوم یې اصلي کډوال دي”.
د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي، چې په روان زیږدیز کال کې شاوخوا ۶۰ زره کسانو اروپا ته د رسېدو هڅې کړې دي.
په روان کال کې تر اوسه د اټکل له مخې، له ۱۸۰۰ ډېر کسان اروپا ته په هغو بېړیو کې د رسېدو په هیله وژل شوي، چې د مسافرو د تګ لپاره وړ نه وې.
د رپوټونو له مخې، دغه شمېرې د تېر کال د همدې مودې پرتله، ۲۰ برابره ډېروالی ښيي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مدیترانې اوبو کې د کډوالو له کړکېچ سره د مبارزې لپاره پر لانورو اړینو ګامونو اخیستو ټینګار کړی.
په تېر اپرېل میاشت کې اروپايي ټولنې په یوه بېړۍ کې له ۸۰۰ د ډېرو کډوالو د وژل کېدو له پېښې وروسته بېړۍ غونډه جوړه کړه، چې دغه کړکېچ نور پایته ورسوي.