د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ شديده جګړه روانه ده.

دوی وايي، دا جګړه تېر ماښام د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې پيل شوې او لا هم روانه ده.

د څمکنيو ولسوال انجنير عيد محمد احمدزي وويل چې وسله والو طالبانو تېر ماښام د دې ولسوالۍ په مندوخېلو، سرنګاړه، سليمانخېلو او يو شمېر نورو سيمو کې پر محلي او سرحدي پوليسو بريدونه پيل کړل.

نوموړی وايي چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی او د مقابل لوري اوښتي زيان معلومات نه لري.

ولسوال وويل چې وسله وال له سيمې پر شا شوي خو لا هم له محلي او سرحدي پوليسو سره مقاومت کوي.

د سيمې يو اوسېدونکی مامورجان وويل چې په دې جګړه کې يو محلي پوليس وژل شوی او دوه سرحدي پوليس په کې ټپيان دي.

دی وايي جګړه په شدت سره روانه ده او د سيمې خلک له کورونو نه وځي او دغه حالت ته په اندېښنه کې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې جګړه کې يې پنځلسو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او جګړه دوام لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *