د لبنان حزب الله د داعش او النصرې پر وړاندې پرمختګ کړی دی

د حزب الله ، لبنان او سوریې ځواکونو ګډو عملیاتو په لړ کې چې د داعش او النصره ډلې پر وړاندې یې د لبنان او سوریې د قلمون سیمی په غرنیو او سرحدي سیمو کې کوم عملیات په لاره ا چولې ول لویه بریا لاسته راوړې ده .

د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله وویل چې د سوریې په خاوره کی تر دری کیلومتره پورې سیمه د وسلوالو کسانو له شتون څخه پاکه شوې ده په عین وخت نصرالله وویل جګره اوس هم دوام لري او په دې جګره کې د سوري او لبنان شل امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

حسن نصرالله/ دبيرکل حزب الله لبنان

د عملیاتو مخامخ پایله دا ده چې وسلوالو ماتې خوړلې ده او سیمو څخه شړل شوې دي دوي ماتې خوړلې ده او ټولو دغه سیمه پریښودلې ده د لبنان او په سوریه کی تر دریو کیلوم مټر مربع په کچه سیمه د دغو ډلو حخه پاکه شوې ده او د دغو ډلو له کنټرول څخه وتلې ده او د دوی مرکزونه او ځایونه ویجاړ شوي دي.

د سوریې بریدونو په یوه بله برخه کی امریکایي ځواکونو د یو لړ ځانګړ عملیاتو په لړ کی د داعش ډلې یو مهم غړی د ابو سیاف په نامه وژلی دی د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې دغه عملیات د سوريې په ختیځ کې تر سره شوي دي او د ابو سیاف زوی هم نیول شوی دی ابو سیاف د داعش ډلی عملیاتو او ددې ډلې له لورې د غازو او نفتو پلورلو کې لاس درلود . امریکایي ځواکونه له عراق څخه د سوریې خاورې ته د ننه شوي دي همدرانګه سوریې حکومت اعلان کړی دی چې د دې هیواد امنیتي ځواکونو عملیاتو په لړ کې د داعش ډلې د نفتو وزیر ابوالتیم السعودي د څلویښتو نور جګړه مارو سره یو ځای د العمر په ختیځ کې وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *