په ننګرهار کی د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه روانه ده

د ننگرهار ولايت په يو شمير ولسواليو کي د سپين او تور بيرغ د پلويانو ترمنځ جگړه روانه ده

د رارسيدلو ريپوټونو له مخې جگړې په سپين غر او اچين ولسواليو کي زور اخستی او د سيمه ايزو اوسيدونکو يوشمير کورنه هم سوځول شوي دي

سیمه ایزو اوسیدونکیو ویلي جګره د طالبانو او د داعش ډلې ترمنځ، د ننګرهار په لرې پرتو سیمو کې روانه ده.

د ننګرهار ولایت سرپرست (محمد حنیف ګردیوال) په دې ولایت کې د داعش شتون نه دی منلی خو ویلي یي چې، ددې ولایت په اچین او او کوټ ولسوالیو کې د سپین او تور بیرغ وسله والو پلویانو ترمنځ جګړه روانه ده. د ریپوټونو له مخې د ننګرهار ولایت په اچین، سپین غر او نازیانو ولسوالیو کې د وسله والو ترمنځ خپل منځۍ جګړې رامنځ ته شوې دي.

د نومه وړیو ولسوالیو یو شمیر اوسیدونکي د نښتو د پخلي ترځنګ وایي، د دواړو خواوو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې، ښځي او ماشومان په خپلو تودو خونو کې بند پاتې دي.

ددې سیمو اوسیدونکي ووایي، نږدې پنځه لس ورځې مخکې په کوټ و لسوالی کې جګړه پیل شوې او اوس یي لمن نورو سیمو ته لکه، مومندرې ته هم غځیدلې ده. ددوی په وینا، خلکو ته ډيری ستونزې رامنځ ته شوې او په نښته کې دواړو خواووته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره یي نه ده مالومه. ددې نښتو د پیلدو لامل تر اوسه نه دی روښانه او نه هم کورنیو چارو وزارت په دې هکله څه ویلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *