فلسطنيانو د اسرايلو له لوري ددوی د نيولو شيو ځمکو د ۶۷ کال په رارسيدو سره لاس په لاريون پوري کړ

فلسطين دا ورځ (النکبه) يا د کړکيچ ورځ بولي. د حماس اسلامي غورځنگ مشر(اسماعيل هنيه) په عزه کي د نکبت ورځې د لاريون پر مهال د فلسطينيانو پر وړاندې د اسرايلي رژيم له چلوټو خبرداري ورکړ.

د نولسو سوه څلور اتیایم کال د مې میاشتې په پنځه لسمه، له اته سوه زره ډير فلسطینیان له خپلو سیمو و شړل شول. فلسطینیان دا ورځ د کړکیچ یا النکبه ورځې په نامه یادوي او هر کال ددې ورځې په رارسیدو سره فلسطینیان په لاریونونو لاس پورې کوي.

تیره ورځ په دې منابت د فلسطین په بیلا بیلو سیمو کې پراخ لاریونونه تر سره شوي د فلسطنیانو او اسرایلي سرتیرو تر منځ نښتې هم رامنځ ته شوې دي. ددې نښتو په لړ کې اولس فلسطینیان ټپیان شوي. فلسطیني سرچینو ویلي: اسرایلي سرتیرو د فلسطینیاو پر وړانډې له اوښکې بهونکي غازو او ربري مرمیو کار اخستی دی او ځینې مهال توده وسله هم کارول شوې ده. د فلسطینی دولت مشر محمود عباس ددې ورځې په ویاړ په خپلو خبرو کې ویلي: فلسطینیان به له خپلې غوښتې چې د خپلو سیمو د بیرته تر لاسه کول ده په شا نشي. ده ویلي: ” مونږ یو ځل بیا ژمنه کوو چې له خپلو غوښتنو به لاس وانخلو. مونږ به د خدای په زور په غزه کې د یرغلګرو له لوري ویجاړی بیا ورغوو مونږ د خپلو خکلو له مقاومته ملاتړ کوو او په یرموک پنډغالي کې د خپلو هیوادوالو د امینت د تینګښت هڅه کوو”

د حماس غورځنګ مشر اسمعیل هنیه په غزه کې د نکبت ورځې په لاریون کې، د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرایلي رژیم له نویو چلوټو خبر ورکړ. ده اسرایلي چارواکي تورن کړل چې د یوه بل تر ځنګ د دوه هیوادونو په رامنځ ته کولو باور نلري.

اسماعيل هنيه هم ویلي: ” ده ویلي، اسرایلي حکومت د فلسطینیانو او هغه عرابو پر وړاندې چې په سیمه کې ژوند کوي نوي پلانونه رامنځ ته کړي دي چې موخه یي نیواک ګري ده یو شمیر اسرایلیان د فلسطینیانو د کډه کولو په هکله خبرې کوي او یو شمیر نور هم په یهودي حکومت داسرایلي رژیم د ارولو نظر لري او ځینې خو حتی د یوه بل تر ځنګ د اسرایلي او فلسطیني هیوادونو رامنځ ته کول نه مني..”

فلسطیني سرچینو ویلي، اوس مهال پنځه میلیونه فلسطینیان له خپلو سیمو کډوال شوي او ددوی بیرته را ګرځیدل د سوله ایزو خبرو پر وړاندې له لویو خنډونو څخه شمیرل کیږي. اسرایلي رژیم ددې کډوالو له بیرته را ګرځیدو سره مخالفت لري خو فلسطینیان یي د حقونو غوښتنه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *