ننګرهار کې هوايي بريدونو ۴۵ وسله وال وژلي

چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې په څلورو بريدونو کې لږ تر لږه ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۱سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي وويل، چې تېره شپه بهرنيو پوځيانو د نازيانو، بټي کوټ او دُربابا په ولسواليو کې پر وسله والو بمبار کړى دى.

ده زياته کړه، چې په دې هوايي بريدونو کې د نازيانو په مرزين سيمه کې ۱۵، د بټي کوټ په چهاردي سيمه کې د دوو بريدونو په ترڅ کې ۲۵ او په دُربابا کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د سېلاب قول اردو وياند يادونه وکړه، چې په وژل شوو کې دوه طالب قوماندانان هم شامل دي.

دغه راز د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال، وويل، چې په نازيانو ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دى زياتوي، په وژل شوو کې يو تن عبدالله د نازيانو لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال دی، خو د نورو هوايي بريدونو د ترسره کېدو په تړاو يې څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *