د هیواد په بیلا بیلو سیمو کی ۱۵۰ وسله وال وژل شوی دی

ملي دفاع وزارت په تيرو ۴۸ ساعتونو کي د ۱۵۰ وسله والو له وژل کيدو خبر ورکړی دی

دا عمليات په غور، هلمند، قندوز، بدخشان، ننگرهار، وردک، قندهار، بغلان اوغزني ولايتونو کي تر سره شوي. د مالوماتو له مخي په دي عملياتو کي د ملي اردو شپاړس سرتيري هم وژل شوي دي.

د هيواد په يو شمیر ولایتونو کې د امینتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي او په تیرو اته څلویښت ساعتونو کې د غور ولایت په چهار سده ولسوالی کې سخته   جګړه رامنځ ته شوې ده. د ملي دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې په دې نښتو کې د دوه قومندانانو په ګډون د دولت ۹۰ وسله وال وژل شوي، په لسګونه نور ټپیان او له دوی څخه ډيره وسله او مهمات تر لاسه شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په وینا: د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالی کې د چنیزو عملیاتوپر مهال هم ۲۰ وسله وال وژل شوي لس ټپیان او په له دوی څخه یو شمیر وسله تر لاسه شوې ده.

همدارنګه په زابل کې ۶، د بدخشان په جرم ولسوالی کې۶، په ننگرهار، وردک، قندهار، بغلان اوغزني کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او یو شمیر ټپیان دي

له دې سره د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو ۱۶ سرتیري هم وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *