په هرات کې دهند دکونسلګرۍ مسوولين وایي په دې ولایت کې د سلما بند د جوړیدو چارې په وروستیو پړاوونو کې دي.

په هرات کې د هند کونسل چې دهرات له والي محمد اصف رحيمي سره يې ليدلي ، وايي ددغې بنسټيزې پروژې بشپړيدل په هرات ولايت کې داقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو سبب کيږي .

دهرات والي هم دسلما بند دجوړولو دکار دبشپړيدو په خاطر د هند قدرداني وکړه او هيله يې وکړه چې ددغې حياتي پروژې په ګتې اخستنې سره داوبو دکمښت ستونزې تر زياتې اندازې پورې حل شي .

دسلما داوبو او بريښنا بند چې ددرې سوه مليونو ډالرو په لګښت دهرات ولايت په چشت ولسوالۍ کې دجوړولو په حال کې دى دهيواد يوه ډيره بنسټيزه پروژه ده چې دسيمه ئيزې ادارې دمسوولينو دپاملرنې په مرکز کې ده .

دسلما بند په ګټې اخستنې سره دچشت ، اوبې ، انجيل ، ګذرې ، پشتون زرغون ، زنده جان او دغوريانو په ولسواليو کې دزرګونو جريبه ځمکې په خړوبولو برسيره دوه څلويښت ميګاواټه بريښنا هم توليديږي چې دهرات ښاريانو دبريښنا دکمښت په لرې کولو کې اغيزمن دى .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *