د غور په پسابند کې ٤٠ وسله وال وژل شوي
د غور په پسابند کې ٤٠ وسله وال وژل شوي
سيمه ييزو چارواکو د غور په پسابند او چارسده ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو د بريدونو د پر شا تنبولو او هغوى ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
د غور ولايت سرپرست سيد انور على رحمتي وويل چې طالبانو له پرون مازديګر راهيسې د پسابند ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړي چې د ٤٠ وسله والو په وژلو او د سلو په ټپي کېدو يې شا تګ ته اړ کړي دي.
هغه زياته کړه چې دغه جګړه د غور لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالخالق چې د هلمند د باغران ولسوالۍ اوسېدونکى دى، رهبري کېده.
رحمتي وايي چې د چارسدې ولسوالۍ هم د ملي اردو د کومانډو ځواکونو پر ور رسېدو چاڼ شوې او طالبان تېښتې ته اړ شوي دي.
د غور سرپرست زياته کړه چې د چارسدې جګړه د غور، فارياب او سرپل زون د امر ملا احمدشاه له خوا پلان شوې وه او تر اوسه د دې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه راپور په لاس کې نه لري.
دا په داسې حال کې ده جې سيمه ييزو مسوولينو پرون ويلي وو چې وسله والو د چارسدې بازار، کلنيک او مکتب نيولي او جګړه د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د دفترونو د ساتنې لپاره دوام لري.
طالبانو د پسابند د جګړې په اړه څه نه دي ويلي خو د هغوى يو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د چارسېدې ولسوالۍ ودانۍ يې نيولې او نښته په چټکۍ دوام لري.
د هغه په خبره، چورلکې، جېټ او بې پيلوټه الوتکې د طالبانو مورچې بمباروي خو نه دې توانېدلي د هغوى مخه ونيسي.
طالب وياند ادعا لري چې د چارسېدې په جګړه کې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتې چې جزئيات به يې وروسته څرګند شي.
چارسده د غور يوه له هغو نا امنو لرو پرتو ولسواليو ده چې د تېر کال د چنګاښ په مياشت کې هم يو ځل وسله والو طالبانو نيولې وه خو يوه ورځ وروسته بېرته دولتي ځواکونو تر خپل کنټرول لاندې راوسته.