هند او چین :د افغانستان ثبات د سیمې ثبات دی
د هند لومړی وزیر نرندا مودي،چې په یوه رسمي سفر چین ته ورغلی و،ویلي د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات لامل کیږي.
مودي د چین له ولسمشر شی جینپینگ سره په بیجینګ کې د یوې ګډې خبري ناستې پرمهال ویلي،چې په سیمه کې ټول هېوادونه باید د ترهګرۍ پروړاندې،چې د ټولوپروړاندې لویه ننګونه ده،مخلصانه او شریکه مبارزه وکړي.
هغه وویل:((په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو له کبله هند او چین هم ګواښل کیږي،موږ پرټولو هېوادونو د دغې پدیدې خلاف د ګډې او مخلصې مبارزې غږ کوو)).
په دغه خري ناسته کې د افغانستان د سولې مسئله هم یاده او د افغانانو په مشرۍ د چین او هند مشرانو ترې خپل ملاتړ اعلان کړ.
دواړو مشرانو افغان سوله د افغانستان د ثبات او د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات لپاره مهم او ګټور وباله.
د هند او چین مشرانو دا څرګندونې په داسې حال کې كړي،چې له وروستیو راهیسې له دواړو هېوادونو سره د پخوا په پرتله د افغانستان اړیکې پراخې او لا دوستانه شوي.
افغانستان او هند دواړه په افغانستان کې پانګونې کړي او ځینې لویې اقتصادي پروژې ورسره دي.
د شنونکو په باور د دغو هېوادونو اقتصادي مرستې او په نورو برخو کې له افغانستان څخه ملاتړ د افغان سولې،ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم او د پام وړ دي.