پر )پارک پالس( هوټل بريد وښوده چي وسله والو طالبانو ته د انسان ژوند ارزښت نلري

د بښنې نړيوال سازمان د طالبانو پسرلنيو بريدونو په هکله انديښنه ښودلې ويلي يي دي، د ملکي افغانانو پر وړاندي گواښونه ډير شوي دي

د کابل کلوله پشتې په سیمه کې پر پارک پالس هوټل برید چې دوه شپې مخکې تر سره شو او په ترڅ کې یې ځوارلس کسان ووژل شوی بیلا بیل نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. له هغه وروسته چې ملګرو ملتونو دا او پر سبا یي د هلمند ولایت برید له جنګي جنایاتو څخه ښودلی، د بښنې نړیوال سازمان ویلي، طالبان په دې ډول بریدونو سره ښيي چې چې د انسان ژوند دوی ته ارزښت نلري.

دې بنسټ د کابل ښار په منځ کې ددې ډول برید رامنځ ته کیدل د طالبانو له لوري د پسرلینو بریدونو لوړه کچه اوجنګي جنایت بولي. د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې په دې پیښه کې اوه وژل شوي کسان د یوې خیریې موسسې کارکونکي وو.

له دې سره د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي ترڅو پر ملکي کسانو بریدونه بند اوجنګي اصولو ته درنښت ولري.

دې سازمان له افغان حکومت څځه د ملکي کسانو د امنیت خوندي کولو غوښتنه کړې ده. دوی د سولې په هکله خبرو ته په نغوتې سره ویلي، افغان حکومت باید له هغه دلو سره چې دا ډول بریدونه تر سره کوي له خبرو کولو ډډه وکړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *