د غزني ولایت ناوې ولسوالی سقوط وکړ
د غزني ولایت ناوې ولسوالی سقوط وکړ
دا ولسوالی څو ورځې مخکې افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې وه
دغزني ولایتي شورا غړي وایي چې وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالی بیرته نیولې او د افغان امنیتي ځواکونو له دې ولسوالیه شاتګ کړی دی
دوی ویلي امنیتي ځواکونو هم تراوسه دوی ته د شاتګ په هکله مالومات نه دي ورکړي.
بله خوا دولتي چارواکي بیا ددې ولسوالی د سقوط په هکله خبرونه ردوي وایي چې افغان امنیتي ځواکونه اوس هم په دې ولسوالی کې فعالیت لري