په نړۍ کې دولس ميلوينه فلسطينيان ژوند کوي

د فلسطين سرشميرني مرکز دا شميره د مي پنځه لسمي په مناسبت چي د نکبت له کړکيچ سره سمون لري اعلان کړې

له قدس څخه د فرانسې خبري آژانس د ريپوټ ته د فلسطین سرشمیرنې مرکز ریس ویلي:« د نکبت کړکیچ په نولس سوه اته څلویښتم کال کې له هغه ورځو شمیرل کیږي چې سیمه ایز او بې دفاع خلک له خپلو سیمو او کورنو ا یستل کیدل او پر ځای یي نور کسان ځای پر ځای کول. په دې ورځ له ۸۰۰ زره ډیر فلسطینیان چې په ۱۳۰۰ کلیو او ښآرونو کې یي ژوند کاوه له خپلو کورونو ویستل شول.»

علا عوض ویلي:« شته اسناد ددې ښکارندویي کوي چې په لومړي پړاو کې چې نکبت یي یادوو یرغلګرو پر ۷۷۴ کلیو او ښارونو یرغل وکړ او ۵۳۱ کلي او ښارونه یي ویجاړ کړل او په دې ورځ اسرایلي سرتیرو اویا ځلې ډله ایزه وژنه درلوده چې په لړ کې یي ۱۵ زره فلسطینیان په شهادت ورسیدل.»

علا عوض زیاته کړې:« زمونږ د مالوماتو له مخې په دوه زره څورالسم کال کې د فلسطینیانو شمیره ۱۲ میلیونو کسانو ته رسیدلې چې دا د ۱۹۴۸ کال په پرتله اته اعشاریه اته سلنه ډيروالی ښي.»

د فلسطین سرشمیرنې مرکز ریس ویلي:« اوس مهال هغه فلسطینیان چې په خپلو سیمو کې ژوند کوي ۴ میلیونه ۶۰۰ کسان دي چې له دوی څخه دوه میلیونه اته سوه زره په باختري او یو میلیون اته سوه زره په غزه کې ژوند کوي… . په ټولیزه توګه د غزې او باختري تړانګې اوسیدونکو شمیره یو اعشاریه درې څلویښت سلنه د ټولو فلسطنیانو ده.»

په دوه زره څوارلسم کال کې د کډوالو فلسطینیانو شمیره چې په آنروا کې ثبت شوې ۵ میلیونه ۴۹۰ زره کسانو ته رسیږي چې له دوی څخه ۲۹ سلنه یي په اته پنځوس پنډغالیو کې چې لس یي په اردن. نهه یي په سوریه، دولس یي په لبنان، نولس یي په باختري تړانګه او اته یي په غزه کې شتون لري، ژوند کوي

دا د فلسطیني کډوالو په هکله تر ټولو ټيټه شمیره ده ځکه د ډيریو فلسطینیانو نمونه په نوم لړ کې نه دي لیکل شوي له سربیره په دې شمیره کې هغه کسان نه راځي چې له ۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۶۷ کال په جګړو کې کډوال شوي دي.

د مالوماتو له مخې په دوه زره څوارلسم کال کې په باختري او غزې تړانګې کې د میشتو فلسطینیانو شمیره په هره کیلو متره سیمه کې اوه سوه شپږ اویا کسانو ته رسیږي. دا شمیره په باختري تړانګه کې په هره کیلو متره ځمکه کې د پنځه سوه او په غزه کې ۴۹۰۴ اټکل شوې ده. دا شمیره ددې لپاره اعلان شوې ترڅو د نکبت په ورځ دا په ډاګه شي چې په نړۍ تر ټولو سیمو غزه ډیر نفوس لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *