د چارسدې ولسوالۍ كلابندي ماته شوه

د چارسدې ولسوالۍ كلابندي ماته شوه ځايي چارواكي وايي، امنيتي ځوكونو د غور ولايت د چارسدې ولسوالۍ كلابندي ماته كړې او وسله وال طالبان يې په شا تمبول دي.

وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ يوځل بيا پر چارسدې ولسوالۍ بريد کړى و او دغه ولسوالي يې كلابند کړې وه.

د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عبدالحی خطيبي نن كليد راډيو ته وويل، چې امنيتي ځواکونو له وسله والو سره كلك مقاومت كړى، چې په پايله كې يې وسله وال په شا تمبولي، چې اوس د تېښتې په حال كې دي.

د نوموړي په وينا، نن هم ۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بايد وويل شي، چې په دغه ولسوالۍ کې د نښتې په پايله كې د چارواكو په وينا، تراوسه ۸۳ وسله والو او ۱۰ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *