بوروندي کې د کودتا د هڅې په تور پوځي مشران نیول شوي

د امنیت وزیر ګبرېل نیزیګاما وویل د پولیسو دوه لوړپوړي چارواکي او شاوخوا ۱۲ نور پولیس افسران هم نیول شوي دي.

د افریقايي هېواد بوروندي د ولسمشر پېري اینکورونزیزا ویاند وايي د حکومت درې لوړپوړي پوځي چارواکي د دغه هېواد پر ولسمشر د کودتا د هڅې په تور نیول شوي دي.

خو جنرال ګوډفرویډ نیومبارې چې د کودتا د هڅې مشري یې په غاړه درلوده “تښتېدلی”.

تر دې مخکې جنرال نیومبارې ویلي وو چې دی او ملګري یې تسلیمېدو ته چمتو دي او زیاته کړې یې وه: “زه هیله لرم چې نه به مو وژني”.

ولسمشر پېري اینکورونزیزا په یوه ټویټ کې ویلي دی هېواد کې دی. هغه مهال چې د کودتا هڅه شوې وه، دی په تنزانیا کې و.

تمه ده چې ښاغلی اینکورونزیزا به په دې اړه ولس ته وینا وکړي.

ښاغلي اینکورونزیزا ویاند ګېروېس ابېهو بي بي سي ته وویل، د دفاع پخواني وزیر جنرال سېرېل ایندایروکي یو له هغو دریو چارواکو دی چې د جمعې پر ورځ د کودتا د هڅې په تور ونیول شو.

ښاغلي ابېهو زیاته کړه: “که دا ثابته شي چې دوی واقعا د کودتا په هڅه کې لاس درلود نو قانوني چلن به ورسره کېږي” او دغه راز یې وویل یوازې د پوځ یوې کوچنۍ ډلې د کودتا پلان درلود او په پوځ کې یې د درز خبره رد کړه.

“د دفاع پخواني وزیر جنرال سېرېل ایندایروکي یو له هغو دریو چارواکو دی چې د جمعې پر ورځ د کودتا د هڅې په تور ونیول شو.”

د امنیت وزیر ګبرېل نیزیګاما وویل د پولیسو دوه لوړپوړي چارواکي او شاوخوا ۱۲ نور پولیس افسران هم نیول شوي دي.

جنرال ایندایروکي تر دې مخکې منلې وه چې پر ولسمشر یې د کودتا هڅه ناکامه شوې ده. هغه وویل د کودتا مشران “د پوځ له مقاومت سره مخامخ شول چې د اوسني رژیم ملاتړ یې کاوه”.

په ورته وخت کې بوروندي کې د مدني ټولنې ډلو پر خلکو غږ کړی چې د ولسمشر اینکورونزیزا د هغې پرېکړې پر ضد بیا واټونو ته راووځي چې غواړي د دریم ځل لپاره ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي.

لسګونه زره کسان بوروندي کې د ناکراریو له پیل راهیسې له دغه هېواده تښتېدلي دي.

د فوکوډ په نامه د حقونو د یوه سازمان غړي ګورډین نیونګیکو وویل: “زموږ غورځنګ او فعالیتونه د کودتا له هڅې سره هېڅ راز تړاو نه لري”.

ډېری د اوسني ولسمشر دریم ځل کاندیدېدل د دغه هېواد له اساسي قانون نه سرغړاوی بولي. لسګونه زره کسان له بروندي تښتېدلي دي.

لسګونه زره کسان بوروندي کې د ناکراریو له پیل راهیسې له دغه هېواده تښتېدلي دي.

دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *