په ترکیه کې د ۶ تنو افغان ماشومانو او یوې ښځې مړي وموندل شول

د ترکیې د وان په ولایت کې د ایران سره په پوله کې د ۶ تنو افغان ماشومانو او یوې ښځې مړي وموندل شول.

د ترکیې د وان په ولایت کې ۷ تنو ناقانونه افغان کډوالو د سختې سړې هوا له امله ژوند د لاسه ورکړ.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ۳۳ تنه افغان کډوالو چې د ناقانونو لارو څخه د ایران سره په پوله کې د ترکیې د وان ولایت ته راغلي ول ۷ تنو يي د سختې سړې هوا له امله ژوند د لاسه ورکړ. د نوموړو ۷ تنو نه ۶ تنه يي ماشومان او یوه ښځه ده.

د وان ولایت د جاندارما قومندانۍ د خبر له مخې ۳۳ تنه افغان کډوال چې د ناقانونو لارو څخه د هیواد د وان ولایت د چالدران ولسوالۍ راغلي وو په د سختې ګلۍ او سړې هوا له امله يي ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ. د پاتو کسانو نه يي ۸ تنه چې یخ وهلي وو سمدلاسه د سیمې روغتونونو ته استول شوي دي. پاتې ۱۸ تنه نور بیا د جاندارما قومندانۍ ته وړل شوي دي.

د جاندارما قومندانۍ ویلي دي چې نوموړي ۳۳ تنه نن د سهار په ۴ بجو د ایران سره په پوله کې د وان ولایت د چالدارن ولسوالۍ د خان ګیدیک په سیمه کې د جاندارما د ځواکونو د ګزمې پرمهال وموندل شول.

ویل کیږي د نوموړو ۳۳ تنو نه ۷ تنو چې ۶ ماشومان او یوه ښځه وه د سړې هوا او یخ وهلو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی .

ویل کیږي د ۸ تنو نورو چې په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي د ۵ تنو روغتیايي حالت باریکه دی. نوموړي ۵ تنه د وان ولایت روغتونونو ته انتقال کړی شوي دي.

د بله پلوه په انقره کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې د پیښې نه د خبر د ترلاسه کولو نه يي سمدلاسه وروسته سیمې ته یو هیت استولی دی.

د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل ندی چې داسې یوه پیښه رامنځته کیږي. ددینه وړاندې هم په کراتو مراتو دیته ورته پیښې رامنځته شوي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *