د ننګرهار په اچین کې د داعش او طالبانو جګړه روانه ده

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ وسله واله نښته روانه ده.

د اچین امنیې قومندان شکرالله امانزوي وویل،دغه نښته په باندرسیمه کې پيل شوې او اوس هم روانه ده.

هغه د تلفاتو په اړه څه ونه ویل،خو یوې بلې امنیتي سرچینې وویل،چې په دغه جګړه کې ۴ ملکي وګړي او د داعش ډلې ۲ وسله وال وژل شوي.

سرچینې زیاته کړې،چې وسله والو طالبانو ته هم په دغه نښته کې مرګ،ژوبله اوښتې خو کره جزیات یې نشته.

پرون د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ نښته شوې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *