د امنيتي چارواکيو استجواب د ولسي جرگي قناعت تر لاسه نکړ

ددي جرگې ريس ويلي: هغه څه چي يي په تمه وو ترلاسه نشول. له دي سره دوي له ولسمشر او اجرايي ريس څخه غوښتي ترڅو په بيړې سره د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند دوي ته ور وپيِژني

د تیرې اونۍ د دوشنبه په ورځ دملي امنیت سلاکار او د دریو امنیتي ادارو مسولین ولسي جرګې ته ورغوښتل شوې وو، ترڅو د هیواد په بیلا بیلو بر خو کې د خلکو استازو پوښتنو ته ځواب ووایي، خو دې ناستې د ولسي جرګې قناعت تر لاسه نکړ.

د ولسي جرګې ریس د ملي یوالي حکومت له دوو ریسانو څخه وغوښتل ترڅو په بیړې سره دوی ته د ملي دفاع وزارت نوماند ور وپیژني او د ولایاتو سرپرستی ته د پای ټکی کیږدي. دوی ویلي: په ولایاتو کې سرپرستي د قانون پر خلاف ده او تر ډیره یي حکومتي چارې له ناکامۍ سره مخ کړې دي.

بله خوا ولسي جرګې د امریکا له لوري پاکستان ته د پوځي وسایلو په ورکړې نیوکه وکړه وویل: افغان امنیتي ځواکونه له ترهګرو سره د مبارزې لپاره دې وسایلو ته اړتیا لري، خو امریکا نه یواځې چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته نه ده کړې بلکې ناامنیو ته یي لمن وهلې ده.

بله خوا په داسې حال کې چې د ولسي جرګې یو شمیر استازو د مشرانو جرګې ریس، له وسله والو مخالفینو سره د لاس لرلو په تور تورن کړ، خو د ولسي جرګې له دوی څخه وغوښتل ترڅو له اسنادو پرته پر چا د تور له پورې کولو ډډه وکړي. ښاغلي ابراهیمي له ملي ټلویزیون څخه هم غوښتي ترڅو په خپلو خپرونو کې انډول په پام کې ونیسي او ملي ګټو ته درنښت وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *