د يمن په شمال کي د عربستان هوايي بريدونه به د ملکي کسانو تلفاتو شميره لوړه کړي

ملگرو ملتونو دا خبرداری په داسي حال کي ورکړی، چي عربستان د يمن شمال صعده ولايت جگړه ايزه سيمه اعلان کړې او له اوسيدونکيو څخه غوښتي ترڅو له خپلو کورنو ووڅي . دا سيمه د   حوثيانو له اصلي مرکزونو څخه شميرل کيږي.

بې پولې ډاکټرانو او یو شمیر نورو بنسټونو، د عربستاان له لوري د صعدې ولایت د جګړه ایزې سیمې پر اعلان نیوکه کړې، ویلي یي دي: دا عملیات به د ملکي کسانو د تلفاتو شمیره لوړه کړي.

دې نړیوالو بنسټونو ویلي، له خبراوي پرته پر د اوسیدونې پر سیمو بریدونه د نړیوالو قوانینو پر خلاف دي او دا هم شونې نه ده چې تر ټاکلې نیټې ملکي کسانو له خپلو کورنو ووځي.

د ایتلاف ویاند (جنرال احمد عسيري) ویلی، حوثیان له دی سیمی پر عربستان بریدونه کوي او اوس د ایتلاف لپاره پر دې ولایت هواییي بریدونه هیڅ محدودیت نلري. ده ویلي: ” اوس په دوه صعده او ماران سیمو کې هیڅ ډول محدودیت شتون نلري، ځکه دا دوه سیمې د حوثیانو په مرکزونو بدلې شوې دي. پر دې سیمو باید بریدونه وشي، دوه ډوله بریدونه هغه سیمې چې پر مونږ برید کیږي او د حوثیانو پر مرکزونو باید بریدونه وکړو”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *