دعراق یوې بندخونې څخه د بندیانوپه تیښته کې ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دعراق په ختيځ کې ديو زندان څخه ۴۰ تنه وتښتيدل، چې ددغې تښتي پر مهال دزندان ۶ ساتونکې او ۳۰ بنديان وژل شوي دي. دامطلب دعراق دکورنيو چارو وزارت استازي ورکړی دي.

جنرال سعد معان وويل چې د دیاله ولايت د «خالص» په زندان کي دبنديانو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شوي چې په پائيله کې دزندان ساتونکو مداخله وکړه، خو بنديانو پر ساتونکو حمله وکړه او وسلې ئي ترې واخستلي او له زندان څخه ووتل.

دعراق دکورنيو چارو وزارت وایي يوشمير تښتيدلي بنديان په ترهګرۍ تورن دي.د «خالص» په زندان کې په سلګونه تنه بنديان دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *