افغان ځواکونو په سلګونه وسله والو ته مرګ،ژوبله اړولې
افغان ځواکونو په سلګونه وسله والو ته مرګ،ژوبله اړولې
ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی،چې د عملیاتو پرمهال یې د هیواد په مختلفو سیمو کې ۷۳ وسله وال وژلي،۶۲ یې ټپیان او ۴۳ماینونه یې نیولي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه عملیات د غزني په ناوې،د فراه په فراه رود،په فاریاب،میدان وردګ،زابل،هلمند،بادغیس،هرات او بغلان ولایتونو کې شوي.
سرچینې دغه راز ویلي،چې د وسله والو مخالفینو په بریدونو او چاودنو کې د ملي پوځ ۶ سرتېري هم شهیدان شوي.