په پاکستان کې د پوځي الوتکې دنسکوریدو له امله د سفیرانو په ګډون ۷ کسان مړه شوي

په وژل شویو کې د ناروې، فلپین سفیران، د مالیزیا او اندونیزیا میرمنې او درې پیلوټان شتون لري

د پاکستان د ګلګت بلتستان په “نلتر” سيمه کې د پاکستاني پوځ د يوه هليکوپتر نسکورېدو په پېښه کې د مړو شمېر ٧ ته پورته شوى، چې له امله يې ددې هېواد صدراعظم نواز شريف په پاکستان کې يو ورځنى ملي ماتم اعلان کړى دى.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه په خپل ټويټر پاڼه په يوه خپور کړي بيان کې ويلي، چې د جمعې په ورځ د پاکستاني پوځ يو MI-17 ډوله هليکوپتر چې ګلګت بلتستان نلتر ته يې بهرني ډيپلوماتان وړل، سقوط وکړ چې په نتيجه کې يې د ٤ بهرنيانو په ګډون لږ تر لږه ٧ کسان مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

په وژل شويو کې ٣ پيلوټان، په پاکستان کې د ناروې او فليپاين سفيرانو په ګډون د ملايزيا او انډونيزيا د سفيرانو مېرمنې شاملې دي.

د باجوه په خبره، چې ددغې پېښې په ټپيانو کې د پولينډ او هالېنډ د سفيرانو په ګډون ٨ تنه بهرنيان هم دي، خو د هغوى د روغتيايي وضعيت په يې اړه يې لا تر دې دمه څه نه دي ويلي.

په دغه هيليکوپتر کې ١١ بهرنيان او ٦ پاکستانيان سپاره وو.

د راپورونو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف او په دې هېواد کې مېشتو د ځينو بهرنيو هېوادونو جګپوړي ډيپلوماتان د يوې پروژې د پرانستنې لپاره د ګلګت بلستان غرنۍ سيمې “نلتر” ته روان وو.

په پاکستان کې يوه بهرني ډيپلومات، چې ګلګت بلتستان ته د تلونکيو ډيپلوماتو په ډله کې و، د نوم نه اخيستو په شرط فرانسپريس خبري اژانس ته ويلي، چې دا يو ډيپلوماتيک سفر و، چې پکې په پاکستان کې د مېشتو ٣٧ هېوادونو ډيپلوماتان شامل وو.

که هم څه پاکستاني طالبانو ددې هېواد ځينو رسنيو ته په ورلېږلي پېغام کې ددغه پېښې مسووليت منلى و، خو د پاکستان دولتي تلويزيون ددې هېواد د دفاع وزير خوا اصف په حواله وايي، چې په نلتر کې پوځي هليکوپتر د ترورېستي بريد نه، بلکې د تخنيکي ستونزې له امله سقوط کړى دى.

نوموړى ويلي، د لومړنيو تحقيقاتو له مخې، دا پېښه په هليکوپتر د هغې تخنيکي ستونزې له امله رامنځته شوې، چې پر ځمکې تر کېناستو څو شېبې مخکې پکې پيدا شوه چې له امله يې هليکوپتر بېړنۍ ناسته وکړه او د پوځي مکتب پر ودانۍ نسکور شو.

د پېښې ټپيان د ګلګت بلستان پوځي روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي وضعيت په اړه لا تر دې دمه اړوندو چارواکيو څه نه دي ويلي.

په ګلګت کې د هليکوپتر تر سقوط وروسته د پاکستان صدراعظم نوازشريف سيمې ته سفر لغوه کړ او له نيمې لارې بېرته اسلام اباد ته راستون شو.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان صدراعظم او ددې هېواد نورو سياستوالو د هليکوپتر په سقوط او د بهرنيانو په مړينه خواشيني ښودلې او اړوندو ادارو ته يې د ټپيانو د ښې درملنې امر کړى دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *