په کندهار کې د عملیاتو پر مهال ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په دې نښته کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

د کندهار چارواکي وايي، چې د دې ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ١١ وسله وال وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني وويل، چې تېره شپه کابو لس بجې د ارغستان اړوند د نرغل پر امنيتي پوستې باندې وسله والو طالبانو بريد وکړ.

ده زياته کړه، له دې بريده پوليس مخکې له مخکې خبر وو او له همدې امله يې چمتووالى نيولى وو، چې دې نښته کې کابو درې ساعته دوام وکړ.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې د دوو ځانمرګو په ګډون ١١ وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

نوموړي د ٣ پوليسو د ټپي کېدو پخلى هم وکړ.

دى وايي، مخالفين د خپلو مړو جسدونه په سيمه کې پريښي او له هغوى څخه يوه پيکا، يو راکټ او ١١ کلاشينکوفونه هم پاتې دي.

د کندهار د والي وياند هم ياده نښته تاييد کړه.

وسله والو طالبانو بيا په دې اړه، تراوسه پورې څه نه دي ويلي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *