د غزني ناوه ولسوالۍ ۹کاله وروسته د دولت تر کنټرول لاندې راغله

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د غزني ناوه ولسوالۍ له نهو کلونو وروسته نن سهار د دولت په کنټرول کې راوستل شوه.

د ملي امنیت د عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر یوې سرچینې وویل چې افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ د نیولو او د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو په هدف دیارلس ورځې عملیات وکړل چې بالاخره ۲۷۰ وسله وال طالبان په کې ووژل شول.

د سرچینې په خبره په وژل شویو کسانو کې په لسګونو بهرني تروریستان هم شامل دي.

د ملي امنیت ریاست وايي چې په دې عملیاتو کې ۲۵۰ کړۍ ماینونه او سلګونه ټنه چاودیدونکي مواد د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *