لغمان د علينګار امنيه قومندان او ۳ پوليس ووژل شول
لغمان د علينګار امنيه قومندان او ۳ پوليس ووژل شول
د لغمان ولايت د علينګار ولسوالۍ امنيه قومندان ګل رحمن له دریو پولیسو سره په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
د ریپوټونو له مخې پیښه د مهترلام په لاره هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د علینګار د امنیې قومندان د مرکز په لاره روان وو او د وسله والو تر برید لاندې راوستل شو
د امنیې قومندان چې د وردګو ولایت وو نن سهار د لسو بجو په شاوخوا کې له خپلو دریو ساتونکو سره وژل شوی دی