د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف زرداری کابل ته راغلی
د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف زرداری په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې جگړو زور اخیستی دی.
ظاهراً د پاکستان دغه پخوانی چارواکي هڅه کوي کابل ته قناعت ورکړي، چې سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې اسلام اباد رښتینی دی.
نوموړي د کابل او اسلام آباد تر منځ د بې اعتمادۍ ختمولو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې اسلام آباد له وسلوالو طالبانو سره د افغان دولت د خبرو هرکلی او ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د جگړو د شدت له کبله د افغانستان اجرائیه ریاست په پاکستان نیوکه کوي ، چې د سولې او ثبات لپاره د دغه هېواد گامونه دوی ته د قناعت وړ نه دي.
د افغانستان د ولسي جرگې غړي بیا د پاکستان د پخواني ولسمشر سفر بې گټې او د افغانانو په سترگو کې د خاورو اچولو په معنا بولي.
د ولسي جرگې غړی غلام فاروق مجروح وايي، پاکستان د افغانستان په جگړو او ناامنیو کې خپلې گټې لټوي.
افغان حکومت په دې باور دی، چې د سولې کلي له پاکستان سره ده.
د چارو پوهان وايي، چې د نړیوالو فشارونو او په سیمه کې د خطرونو له کبله به پاکستان اړ شي، چې په افغانستان کې د جگړې د اور د مړه کولو لپاره رښتوني گامونه پورته کړي.