امريکا په عراق او افغانستان کې کارول شوې الوتکې پاکستان ته ورکوي

د امريکې د سنا د پوځي چوپړتياوو کميټې ويلي دي چې دوی به په عراق او افغانستان کې کارول شوې الوتکې پاکستان ته ورکړي.

ويل کيږي په دې الوتکو کې ۱۴ جګړه ايزې، ۵۹ روزونکي جيټان او ۳۷۴ تنه وړونکې پوځي الوتکې راځي.

ويل کيږي ددې الوتکو ارزښت ۶۲۹ ميليونه ډالره اټکل شوی دی او سنا هم ويلي دي چې دوی لګيا دي څو يي راپور تيار کړي.

ويل کيږی پاکستان ته له ځينو ورکول شويو ژمنو سره به دوی ته ځينې نور وسايل هم ورکول شي او شونې ده دا لړۍ دوام وکړي.

امريکا په داسې حال کې پاکستان ته پوځي او هوايي وسايل ورکوي چې دا اوس افغان اردو له نړۍ والو ترهګرو سره په افغانستان کې په جګړه بوخته ده خو لا هم د هوايي ځواک نه سمبالتيا په غرنيو سيمو کې افغان پوځ له ډيرو ستونزو سره مخ کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *