په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دولس تنه وسله وال ووژل شول
په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دولس تنه وسله وال ووژل شول
نن ماښام په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دولس مخالف وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی د دې خبرې په پخلي سره وایي؛ نن ماښام شاوخوا شپږ بجې په مهمند دره ولسوالۍ کې یوه دیرش کسیزه وسله واله ډله د بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندې راغله چې په پایله کې یې د هغوی د قوماندان په ګډون دولس تنه وژل شوي.
ښاغلی عبدالزی همدارنګه وایي؛ په یوه بله پیښه کې مخالفو وسله والو په یوه امنیتي پوسته برید کړی چې په پایله کې یو پولیس ټپي او حمله کوونکي وژل شوي.