بادغیس کې د موټر چپه کېدو له امله ۱۸ کسان وژل شوي
بادغیس کې د موټر چپه کېدو له امله ۱۸ کسان وژل شوي
د افغانستان شمال لوېدیځ بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې یو موټر چپه شوی، چې لږترلږه د ۱۸ مسافرو ژوند یې اخیستی او درې نور ټپیان دي.
پېښه د یادې ولسوالۍ په منګان سیمه کې د یکشنبې په ورځ (مې ۳) یوې درې ته لوېدلی او لامل یې د چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې.
ځینې سیمه ییزې سرچینې وایي، ډېری وژل شوي کسان هغه بې روزګاره ځوانان دي، چې له نورو ولایتونو دغې سیمې ته د تریاکو د محصول د ټولولو په موخه تللي و.
د بادغیس د والي ویاند میرویس میرزک وال بي بي سي ته وویل، چې په وژل شویو کې یوشمېر ماشومان هم شامل دي.
بادغیس د افغانستان په شمال لوېدیځ کې یو له هغو ولایتونو دی، چې تر اوسه یې نه یوازې د ښار او ولسوالیو ترمنځ نښلونکي سړکونه نه دي جوړ، بلکې د افغانستان حلقوي سړک په بادغیس کې تېرېدونکې ده.
د افغانستان د لویو لارو امنیت په دا وروستیو کې خراب شوی، خو د دې ترڅنګ ترافیکي پېښې هم په کې ډېرې رامنځ ته کېږي.
چارواکي د افغانستان د لویو لارو د ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې غوري ګڼي.
خو د دغو لارو د خرابو سړکونو او د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله ډېری خلک شکایت کوي.