خيبرپښتونخوا کې د باراني توپان له كبله سلګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خيبر پښتونخوا ايالت كې له تېرې ورځې راهيسې د باراني توپان له كبله ۴۶ كسان مړه او له ۲۰۰ زيات كسان سخت ټپيان شوي دي.

د پاكستاني رسنيو د راپورونو له مخې تېره ورځ مازديګر په خيبرپښتونخوا ايالت كې د باران، ږلۍ او توپان له كبله د ګڼو خلكو كورونه نړېدلي، چې له امله په سلګونو خلك مړه او ګڼ شمېر ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې د خيبرپښتونخوا په واحد ګرۍ سيمه كې د يوې كورنۍ اته تنه د چت د پرېوتو له كبله مړه شوي دي.

د پېښور ښار مركزي روغتون ليډ ريډنګ مشر وايي چې تر اوسه پورې ياد روغتون ۲۰۰ ټپيان راوړي دي چې د ځينو روغتيايي حالات د اندېښنې وړ دى.

د خيبرپښتونخوا ايالت وزير اعلى پرويز خټك وايي چې په ټولو روغتونو كې يې بيړني حالات اعلان كړي او د ځپل شويو خلكو لپاره يې د خوړو د ۲۰۰ ديګونو د پخولو امر كړى.

د خيبرپښتونخوا اياالت د هواپيژندنې اداره وايي چې تر اوسه يې ۵۹ ملي متره باران ثبت كړى او ويلي دي چې په راتلونكو ۲۴ ساعتونو كې به نور باران او ږلۍ هم واوري.

د راپورونو له مخې په ځپل شوو كسانو كې ډېرى افغانانو ته هم مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *