ولسمشر غني په دري ورځني سفر هند ته لاړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هند د صدر اعظم نریندرا مودي په رسمي بلنه د درې ورځني رسمي سفر لپاره د دغه هېواد پلازمېنې نوي ډهلي ته روان سو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني به د دغه درې ورځني رسمي سفر په لړ کې د هند له جمهور رئیس پراناب مکرجي، صدراعظم نریندرا مودي، د هند دکانګرس ګوند له مشرې سونیا ګاندي او د دغه هېواد د بهرنیوچارو، دفاع، سوداګرۍ او صنایعو او د روغتیا له وزیرانو او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له غړو سره وګوري.

له جمهور رئیس غني سره په دغه سفر کې د حکومت د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانونو او پطرولیم وزیر داوود شاه صبا، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د سوداګرۍ وزیر همایون رسا، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د کار او ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیره نسرین اوریا خیل، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز شېر محمد کریمي، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهور رئیس ویاند اجمل عبید عابدي، یو شمېر افغان سوداګر او د ځینو رسنیو استازي ملګرتیا کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *