احمد ضیاء مسعود په بدخشان کې له یوې راکټي بریده روغ وتلی دی
احمد ضیاء مسعود په بدخشان کې له یوې راکټي بریده روغ وتلی دی
د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود د وسله والو مخالفینو له یوه توغندیز بریده روغ وتلی دی.
پر ښاغلي مسعود باندې دغه حمله نن د بدخشان په بارک ولسوالۍ کې شوې ده.
په بدخشان کې د ۲۰۹ شاهین قل اردو د ارکان رییس جنرال غلام حیدر حیدر وویل چې ښاغلی مسعود د دې ولایت د امنیتي وضعیت د لیدو لپاره تللی و چې د توغندي حمله پرې وشوه.
جنرال حیدر وایي چې په دې حمله کې نور چاته هم زیان نه دی اوښتی.
تراوسه وسله والو مخالفینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
بدخشان په دې وروستیو کې د ناامنیو شاهد وو او تیره اونۍ ولسمشر اشرف غني هم د دې ولایت د وضعیت د لیدو لپاره دغه ولایت ته تللی و.