په یمن کې داعش فعالیت پیل کړ

د داعش وسله والي ډلې د يوي ويډيو په خپرولوسره په يمن کي د حوثيانو پر وړاندې له خپل فعاليته خبر و رکر

د حوثيانو غورځنگ اوس مهال د تښتيدلي ولسمشر (منصور هادي) له پلويانو او عربستان سره په جگړه بوخت دی

په دې خپرې شوې ویډیو کې د داعش وسله وال په پوځي تمریناتو بوخت دي. دوی ویلي دا انځور یي صنعا ته نږدې ثبت شوی او دوی په یمن کې خپل فعالیت پیل کړی دی.

دی وسله والې ډلې ویلي چې د حوثیانو یا انصارالله ډلې پر وړاندې جنګیږي. بله خوا القاعدې په تیره اونۍ کې د اب په ولایت کې پر حوثیانو د برید پړه منلې وه. داعش تیره میاشت په یوه جومات کې ځانمګری برید تر سره کړی وو چې له امله یي ۱۴۰ کسان ووژل شول او درې سوه پنځوس نور ټپیان شول.

په یمن کې د داعش له فعالیت سره حوثیانو له دریو دښمنو منصور هادي له پلویانو، سعودي عربستان او داعش وسله والو سره مخ دي.

په همدي توګه دیمن په عدن او مارب ښارونو کې د حوثیانو او منصور هادي د پلویانو ترمنځ سخته جګړه روان ده. او د سعودي عربستان جنګي الوتکو پر دې هیواد خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی چې له امله یي په تیره شپه او ورځ کې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *