په هند كې د ۸ پښو او لاسونو لرونكى ماشوم زېږېدلى دى.

د هندوستان په ختيځ كې د جاركند په ښار كې يو ماشوم چې څلور پښې او څلور لاسونه لري زېږېدلى دى.

هندوان پدې باور دي چې زېږېدلى ماشوم د دوى د يو خداى استازى دى چې هغه هم ۸ پښې او لاسونه لري.

په زرګونو هندوان ددې خبر په اورېدلو سره د ماشوم د زېږېدو ځاى ته تللي دي او نور هم ور روان دي.

هندوان باور لري چې زېږېدلى ماشوم په اصل كې د ګانیشا په نامه د يو خداى روح دى چې د انسان په جسم كې نړۍ ته راغلى دى. ګانیشا چې سمبول يې د څلورو لاسونو لرونكى يو فيل دى په هندو كلتور كې تر ټولو زيات عبادت يې كيږي.

داكټران وايي چې دا په اصل كې دوه ماشومان دي چې د مور په ګیډه كې د نه لويدو په پايله كې د دواړو ماشومانو تنونه يو بل سره نښتي دي.

ويل كيږي چې د زېږېدلي ماشوم روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى. تر اوسه پورې د ماشوم د مور روغتيايي حالت چې اورېدا خاتون نوميږي ترينګلى دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *