ملګرو ملتونو د یمن لپاره نوی استازی ټاکلی دی
ملګرو ملتونو د یمن لپاره نوی استازی ټاکلی دی
اسمعیل شیخ ا حمد د جمال بنومر پر ځای ټاکل شوی دی
جمال بنومر له دوه زره یولسم کال راهیسې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي په توګه دنده تر سره کړي او د یمني ډلو ترمنځ په خبرو کې یي مهم رول لوبولی دی او څه موده وړاندې یې له خپلې دندې لاس واخیست.
د یمن پخواني ولسمشر(علي عبدالله صالح) له ټولو یمني ډلو څخه غوښتي ترڅو خپل ځواکونه له ټولو سیمو په شا او ددې هیواد له سیاسي ډلو او ګوندونو سره خبرې پیل کړي.