پر يمن د سعودي عربستان بريدونه پاي ته ندي رسيدلي بلکي دوام به ولري

د منصور هادي د بهرنيو چارو وزير (رياض ياسين) د ستونزو د هواري په موخه د پخواني ولسمشر(علي عبدالله صالح) د خبرو ورانډيز رد کړی ويلي يي دي حوثيانو سره به تر هغي خبري ونشي ترڅو چي شاتگ يي نه وي غوره کړی.

له یوی میاشتی راهیسی پر یمن د سعودي عربستاان په بریدونو کې، له زرو ډير کسان وژل شوی دی. مخکې له دې ملګرو ملتونو اعلان کړی وو چې ډيری وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او تر اوسه یوسل پنځه لس ماشومان وژل شوي دي. د یمن تښتیدلي ولسمشر د بهرنیو چارو وزیر(ریاض یاسین) هم ویلي، چې ډيری وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

ده په لندن کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د پریکړنده توپان په نامه عملیات پای ته نه دي رسیدلې بلکې دوام به ولري. ده ویلي: ” د طوپان پریکړنډه توپان په نامه عملیات پای ته نه دي رسیدلي بلکې په پوځي مرکزونو بنډغالیو او میشت ځایونه بریدونه د لنډې مودې لپاره درول شوې وو حوثیان او د علي عبدالله صالح ځواکونه چې په هره سیمه کې لاس په فعالیت پورې کړي تر برید لاندې به راوستل شي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *