داعش په عراق کې په سلګونه سرتیري اعدام کړي

د داعش وسله والي د عراق په الانبار ولايت کي د اوبو يوه ډنډ او پوځي مرکز په نيولو سره په لسگونه عراقي سرتيري اعدام کړي دي. ددي پیښې په غبرگون د عراق پارلمان پر دفاع وزير نيوکه کړې او له ده څخه يي په دي هکله د ځواب ويلو غوښتنه کړې ده.

د داعش وسله والو د(ثرثار) اوبو ډنډ او یوه پوځي مرکز په نیولوسره، چې په فلوجه کې شتون لري، لږ تر لږه ۱۲۷ دولتي سرتیري اعدام کړ ي دي. رویټرز او آسوشیتدپرس خبري آژانسونو هم د عراقي سرتیرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

یوشمیر عراقي چارواکیو هم ویلي چې د عراق ثرثار په سیمه کې د عراق پوځ د لومړی فرقې قومندان(جنرال حسن عباس طوفان) هم په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

تیره ورځ ددې هیواد پارلمان یو شمیر غړیو پر دفاع وزیر کلکه نیوکه او په دې برخه کې یي دده د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.

ددې استازو په وینا په ثرثار سیمه کې دا سرتیري له یوې اونۍ راهیسې کلابند وو او له دې سره چې دوی امکانات هم نه درلودل له دوی سره مرسته نه ده شوې.

دې عراقي استازو ویلي: پّ ثرثار سیمه کې ۱۴۰ سرتیري وژل شوي او په فلوجه ښار کې د داعش وسله والو ۵۵ سرتیري د ټولو خلکو پر وړاندې اعدام کړي دي.

دا سرتیري په داسې حال کې وژل شوې چې د داعش له وسله والو مخالفینو څخه د النبار ولایت د پاکوالي په موخه عملیات روان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *