په يمن کي د نښتو اوهوايي بريدونو له کبله د وژل شویو کسانو شميره له (۱۰۰۰) لوړه شوه

په يمن کي د سعودي عربستان د بريدونو او وسله والو نښتو له امله د تلفاتو شميره په چټکۍ سره د لوړيدو په حال کي ده او په تيره يوه مياشت کي د نښتو له کبله ډیری ملکي کسان وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: په تیره یوه میاشت کې د عربستان په مشری د ایتلاف په هوایي بریدونو او د یمني ډلو ترمنځ په نښتو کې، له زرو ډیر کسان چې ډيری ملکي وګړي دي وژل شوي. د ملګرو ملتونو د ما شومانو څانګې (یونسف) هم ویلي، چې د جګړې پر مهال له دواړو لورو له ماشومانو کار اخستل شوی دی. دوی ویلي اوس مهال په یمن کې په لسګونه زره ماشومان له ګواښ سره مخ دي. همدارانګه د خوړ نړیوال سازمان ویلي دولس میلیونه یمنیان د خوړو امنیت نلري او اوس مهال په عدن ښار کې پر سلو زرکو کسانو خواړه ویشل کیږي او ددې عملیاتو د پراخوالي هڅې کیږي. خو جګړه او سوند توکو کمښت یي مخنیوی کړی دی.

عربستان تیره اونی اعلان وکړ چې پر یمن یي هوایي بریدونه پای ته رسولي دي، خو دا عملیات او د حوثیانو او منصور هادي د پلویانو ترمنځ نښتې همداسې دوام لري او د یمني ډلو ترمنځ خبرو هم تر اوسه کومه ګټه نه درلوده.

د منصور هادي حکومت د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ له بحرین څخه د لیدنې پر مهال ویلي، د حکومت او حوثیانو ترمنځ په نیغه توګه خبرې نه دي پیل شوې او ترهغې چې حوثیانو او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویانو خپلې وسلې پر ځمکه نه وي ایښې له دوی سره به خبرې ونشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *