افغانان په نړۍ کي تر ټولو نارامه کسان دي

ملگر ملتونو د يوي څیړنې په خپرولو سره ويلي، په نړۍ کي تر تولو خوشحاله کسان د سويس هيواد اوسيدونکي دي او د افغانستان له گاونډيو هيوادونو څخه ازبيکستان په دي برخه کي ښه هيواد شميرل شوی دی.

په دې څیړنه کې د نړۍ ۱۵۸ هیوادونو ته ځای ورکړل شوی او افغانستان په دې نوم لړ کې ۱۵۳ پنځوسم ځای لري. دې ته په کتو سره افغانستان یواځې له رواندا، بینین، سوریې، بروندي او توګو هیوادونو څخه ښه ځای تر لاسه کړی او خلک یي دډې هیوادونو په پرتله خوښ دي.

په دې ځیړنه کې سویس ته لومړی ځای ورکړل شوی او د ښه ژوندانه له پاره تر ټولو ښه هیواد ښودل شوی دی. د آيسلند، دنمارک، ناروي، کاناډا، فنلنډ، هالنډ، سويډن، نيوزيلند او آستراليا په سمون سره له دوهمې تر لسمې شمیره ورکړل شوې ده

د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه ازبیکستان څه ناڅه ښه هیواد ښودل شوی چې په دې نوم لړ کې څلورڅلویښتم ځای یي نیولی دی او ایران پّ دې نوم لړ کې یوسل لسم ځای خپل کړی. اوکراین چې له یوه کال راهیسې له جګړې سره مخ دی په دې نوم لړ کې یوسل یولسم او عراق ته چې له سختو   جګړو سره مخ دی یوسل دولسم ځای ورکړل شوی.

د ګالپ موسسې په دې څیړنه کې هیوادونه د اقتصادي ودې، ژوند ته د هیله مندی، بښنې، ټولنیز ملاتړ، خپلواکۍ او اداراې فساد له مخې څيړلې دي.

د لومړي ځل لپاره د نړۍ د ښو یا خوښو هیوادونو په هکله د څیړنې وړاندیزپّ دوه زره یولسم کال کې د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته وشو، په دې موخه تر څو په دې برخه کې وروسته پاتې هیوادونه راتلونکې ته خوښ او هڅانده شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *