د وينا خپلواکي په تيره يوه لسيزه کي د حکومت له مهمو او اړينو لاسته راورنو څخه شميرل کيږي

اجرايي ريس(عبدالله عبدالله) چي د رسنيو او بدلون لسيزي په مراسمو کي خبري کولي له دي سره ويلي: دي ته په کتو سره   چي ريښتينولي بايد له خلکو پټه نشي، د دولت وسله وال مخالفين هڅه کوي ترڅو د خلکو ترمنځ ويره او ډار خپور کړي خو رسنی بايد ددوی تر اغيزو لاندي رانشي

رسنۍ اود بدلون لسیزه د هغه مراسمو نوم دی کوم چې نن د اجرایي ریس عبدالله عبدالله په ګډون په کابل کې تر سره شول.

ښاغلي عبدالله وویل، د وینا خپلواکي په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان له لویو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي. له دې سره دوی د رسنیو پر وړاندې د ستونزو پخلی هم کړی دی.

عبدالله ویلي، په افغاسنتان کې تاوتریخوالی اوس هم له خبریالانو قرباني اخلي او په تیر کال کې شپږ خبریالان وژل شوي دي چې په تیره یوه لسیزه کې یې ساری نه دی لیدل شوی. ده ویلي د خبریالانو پر وړاندې څلور شپیته پیښې هم ثبت شوې دي.

د حومت اجرایي ریس وویل د خبریالانو دندې ته نه پاملرنه او ددوی پر وړاندې بیغوري ددې لامل شوې ترڅو په هیواد کې څیړنیز ژورنالیزم کمرنګه شي. دوی د خبریالانو شغلي ضمانت په هکله هم خبرې وکړې وویل: دعدالې وزارت او اطلاعاتو او کلتور وزارتونه په دې هکله د یوه قانون د رامنځ ته کولو دنده لري.

له دی سره مالوماتو ته د لاس رسي قانون په هکله هم اجرایي ریس خبرې کړې چې د دوی په وینا د حکومت له لورې له پامه غورځول شوی دی او د حکومت ویاندویان له رسنیو سره ډیره لږه همکاري کوي.

خو د اجرایي ریس عبدالله عبدالله په وینا کې د پام وړ ټکی د یو شمیر رسنیو له لوري د مخالفینو پلویتوب په هکله وو. له دې سره چی دوی ویلي ریښتینولی باید د خلکو له سترګو پټه پاتې نشي ویلي د مالوماتو په تر لاسه کو لو کې د حکومت د تشې له کبله د دولت وسله والو مخالفینو هڅه کړې ترڅو له رسنیو په کار اخستنې سره د خلکو او هیوادوالو تر منځ ویره او ډار خپور کړي.

په تیره لسیزه کې له دې سره چې جګړه پای ته ونه رسیده او د خلکو اقتصادي حالت هم له ډیریو ستونزو سره مخ وو خو د رسنیو او وینا خپلواکی خلک راتلونکې ته څه ناڅه هیله مند کړي دي که څه هم دا خپلواکي له افراط او تفریط سره مل وه او کله ناکله ددې پر ځای چې ملي ګټو ته ګټوره وي د خلکو شخصي غوښتنې او تمې یې پلې کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *